شنبه, اپریل 19, 2025
spot_img
Homeجلال سټوډیوادبي ويناوېزده کړه د هر انسان لپاره مهمه ده، ځکه چې علم د...

زده کړه د هر انسان لپاره مهمه ده، ځکه چې علم د ژوند رڼا ده.

په افغانستان کې زده کړه له ډېر وخت راهیسې له ستونزو سره مخ ده. جګړې، اقتصادي مشکلات او د تعلیمي بنسټونو کمښت هغه لاملونه دي چې د زده کړې بهیر یې ټکنی کړی دی. ډېر ماشومان د ښوونځي پر ځای کار ته اړ ایستل کېږي، او نجونې بیا د ټولنیزو محدودیتونو له امله زده کړې ته نه شي تللی.

اسلامي دین تعلیم ته ځانګړی ارزښت ورکړی دی. لومړنی وحی چې نازل شوه، د “اقْرَأْ” یعنې “ووايه” حکم و. دا ښيي چې علم څومره مهم دی. رسول الله ﷺ ویلي: د علم زده کړه پر هر مسلمان فرض ده.

د زده کړې د ودې لپاره باید ښوونځي ښه سمبال شي، خلک د زده کړې اهمیت درک کړي، او د هر چا لپاره د تعلیم زمینې برابرې شي. که موږ غواړو چې هېواد مو پرمختګ وکړي، نو باید زده کړې ته لومړیتوب ورکړو، ځکه چې بې‌سوادي د ټولنې د شاته پاتې والي یو ستر لامل دی.

زده کړه یوازینی ځواک دی چې موږ ته ښه ژوند راکولی شي. هر څوک باید هڅه وکړي چې زده کړه ترلاسه کړي، ترڅو خپله راتلونکې جوړه کړي او ټولنې ته خدمت وکړي.

اړونده مقالې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- د جلال بنسټ څخه-spot_img

ډیر مشهور

وروستي تبصرې