د یکشنبې په ورځ د کابل پوهنتون دننه په تمیم انصاري رضي الله عنه نندارتون کې د افغان فلم ریاست له خوا غونډه وشوه. د قران کریم د ایتونو تر تلاوت وروسته ځينو راغلو مشرانو خبرې وکړې.
دغه غونډه د افغاني او ايراني مستند سازانو هغو مستندونو ته د جایزو او ستاینلیکونو د ورکړې په موخه جوړ شوې ده چې په دې وروسیتو وختونو کې تازه خپاره شول.

په دې لړ کې د جلال بنسټ جوړ شوی مستند(ملا سنګین فاتح) په اوله کټګورۍ کې شامل و چې نقدي جایزه او ستایلینک ورکړل شول.
د فرهنګي کارونو د تشویق او پراختیا په باب تر خبرو وروسته عبدالله اکبري د غزې په اړه ترانه وړاندې کړه او بیا دوو ماشومانو خپله چمتو کړې مقاله ولوسته.
غونډه مازدیګر ناوخته په دعا پای ته ورسېده.
