جلال بنسټ د ارواښاد ابوالحسن علي ندوي «د دعوت او عزيمت تاريخ» مهم اثر لومړی ټوک چاپ کړ. دا کتاب ښاغلي عنایت الله کاکړ ژباړلی چې د نورو ټوکونو د چاپ د چارو په بشپړاوي هم کار روان دی.
دغه اثر د اسلامي تاريخ په اوږدو کې د اخلاقي، اصلاحي او دعوتي تګلارو د طريقو ماهیت څېړي او د اخلاقي عروج طريقې را ښيي.




