شنبه, اگست 30, 2025
spot_img
Homeسیمینارونهپه جلال بنسټ کې د "۱۵ دقیقې" کتاب مخکتنه وشوه

په جلال بنسټ کې د “۱۵ دقیقې” کتاب مخکتنه وشوه

د شنبې په ورځ مازدیګر د ۱۴۰۴ کال د حمل ۲۴ نېټه د مازدیګر ۵ بجې د جلال بنسټ په مرکزي دفتر کې د خالد ځدراڼ د تازه چاپ شوي کتاب، “۱۵ دقیقې” مخکتنه وشوه. دغې غونډې ته بېلابېل دولتي چارواکي، لیکوالان، استادان، د رسنیو کارکوونکي، اکاډمیک اشخاص او عام خلک راغلي وو.

د غونډې پرانیسته عادل عزیزي وکړه او په دې ټکو یې اړوند کتاب لنډ معرفي کړ:
“۱۵ دقیقې” د خالد ځدراڼ د جهادي ژوند خاطرې دي چې تېره اوونۍ د جلال بنسټ له لوري چاپ شو او نن یې د مخکتنې غونډه ده.”

کوربه، عادل عزیزي قاري منصور غزنوي سټېج ته ور وباله او غونډه یې د قرآنکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل او مبارکه کړله.

د غونډې پیلیزه وینا د جلال بنسټ مرستیال، حاجي محمد همت وکړه. ده وویل، جلال بنسټ د دغسې ویاړمن کتاب د نشر افتخار لري چې ملت ته په خپله ژبه د هغوی تاریخ لیکي. ده زیاته کړه چې موږ تاریخ‌جوړوونکی ملت بلل کېږو، خو تاریخ لیکونکي نه یوو، موږ ته زموږ د بې غورۍ له وجهې خپل تاریخ نورو را رسولی دی. ښاغلي همت د شفاهي تاریخ پر اهمیت هم خبرې وکړې او په راتلونکي کې یې د جلال بنسټ له لوري د دغسې ابتکارونو د دوام ژمنه وکړه.

حاجي محمد همت
حاجي محمد همت

ور پسې د غونډې بل مېلمه او د معارف وزارت مرستیال، ښاغلي صبغة الله وصیل وینا وکړه. ده وویل چې جهادي ژوند له نور ژونده ډېر متفاوت دی او له ځان سره داسې کیسې لري چې راتلونکو نسلونو ته خورا اړینې وي.
وصیل صاحب زیاته کړه چې صحابه کرامو د پیغمبر علیه السلام د غزاګانو او سیاسي ژوند پېښې دومره اړینې بللې او دقیقې یې تر خلکو رسولې، لکه د قرآنکریم یا حدیث په انتقال کې چې به یې هڅه کوله.
ده زیاته کړه چې اسلامي تاریخ دې برخه کې غني دی، خو افغانستان چندان پاملرنه ور ته نه ده کړې. ښاغلي وصیل د عثماني امپراطوري د غزواتو او سیاسي جریان د پېښو د لیکوال، خیرالدین بربروس مثال هم وړاندې کړ او د دغسې کتابونو په لیکلو باندې ټینګار وکړ چې دا یې له تاریخ، دین او وطن سره لویه مرسته وبلله.

مولوي صبغت الله وصيل
مولوي صبغت الله وصيل

له دې وروسته د لوړو زده‌کړو وزارت پخواني علمي معاون، دوکتور لطف الله خیرخواه وینا وکړه، لیکوال او جلال بنسټ ته یې د دې ستر کار مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې دا لومړی کتاب دی چې په ازادانه میتود لیکل شوی او لیکوال هڅه نه ده کړې چې خپل نظریات په خلکو ومني. ده وویل چې لیکوال دومره بې پرې‌توب کړی چې کله کله په “انصاف کې بې انصافي ترې شوې”.
خیرخواه صاحب زیاته کړه چې جنګي او سیاسي جریانونو همېش د روایت‌سازي هڅه کړې، خو اسلامي دولتونه زیاتره وخت په روایت‌سازي کې پاتې راغلي دي. یوه وجه یې دا ده چې بعضې علماء راویت سازي نامشروع بولي. د دوی دلیل دا دی چې کله یوه تګلاره سمه وي، د دې اړتیا نه شته چې روایت‌سازي ور ته وشي؛ نو لیکوال هم دلته روایت‌سازي نه ده کړې.

خیرخواه صاحب د دې کتاب بل تاریخي ارزښت ته هم اشاره وکړه چې له فرضي کرښې د هاخوا مقبوضه سیمو نومونه داسې ازادانه اخیستل شوي چې د ډیورنډ فرضي کرښه بېخي پکې ورکه شوې او د پورې غاړې سیمې هيڅکله په پاکستان پسې تړلې نه دي یادې شوې. لیکوال د بنو، واڼه، میرانشاه، رزمک او… نومونه د پکتیکا د برمل، ګومل او زیړوک په څېر یادوي او لوستونکي په لومړي ځل داسې تاریخي کتاب لولي چې په ناخوداګاه ډول یې په ذهن کې یوازې د افغانستان نوم او جغرافیه پاتېږي.

لطف الله خيرخواه
لطف الله خيرخواه

د غونډې درېیم ویناوال مېلمه د علومو اکاډمي غړی څېړنوال رفیع الله نیازی و. ده د کتاب په علمي اړخ او شکل باندې خبرې وکړې. زیاته یې کړه چې دا کتاب په مطلق ډول نه په خاطرو کې شاملولای شو، نه په بایوګرافي کې او نه هم په بل ادبي چوکاټ کې؛ خو دا چې دا کتاب خیالي نه دی، نو په عین حال کې هم خاطرې دي، هم بایوګرافي ده، هم اټوبایوګرافي ده او هم د سیاسي او جهادي جریان تاریخ دی کې نثر یې ادبي-هنري دی.
نیازي صاحب زیاته کړه، چې د ده په ګومان دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د یو جنګي بهیر خاطرې د یو فرد له خوا په انفرادي شکل لیکل کېږي.
ده وویل چې په دې کتاب کې ځینې پېښې د اړتیا مطابق تفصیلي یادې شوې دي او بعضې بیا لنډې.
د نیازي صاحب په وینا، دا کتاب نیمه رسمي بڼه لري؛ یعنې دی د یو جنګي بهیر رسمي کس دی، خو خاطرې او کیسې یې بیا په فردي ډول لیکلې دي.
ده زیاته کړه چې په دې کتاب کې داسې څه نه شته چې په ویلو یې د یو چا شخصي حریم پایمال شي او په پټولو دې یې د یو چا په بدو پرده واچول شي چې دا یې مهم اړخونه دي.

نیازي صاحب یاده کړه چې دا ټولې خاطرې له قربانیو ډکې دي او هر کس پکې خپله برخه اخستې ده او قدردانی یې په کار دی.
ده د خپلې وینا په پای کې د جلال بنسټ د هڅو او کار ستاینه وکړه او په راتلونکي کې یې د نورو ورته کارونو هیله څرګنده کړه.

رفیع الله نیازي
رفیع الله نیازي

د غونډې بل ویناوال، لیکوال او شاعر عبدالله عزام و. ده وویل چې دا یو توضیحي او رښتینی کتاب دی، د لیکوالۍ انداز یې جذاب دی او د مجاهدینو د ژوند جبر او لوړې ژورې رانغاړي. ښاغلي عزام زیاته کړه چې د دې کتاب لیکوال د جنګ د لومړۍ کرښې سړی دی او هغه سختې لحظې یې تاریخ ته ډالۍ کړې چې تر ډېره ترې خلک ناخبره پاتېږي.

ده د کتاب د عنوانونو پر جذابیت هم خبرې وکړې او یاده یې کړه چې کتاب ته د زیاتو عنوانونو ورکول یې دا ګټه کړې چې لوستونکی یې بې تکلیفه او په مختلفو زماني وقفو کې لوستلای شي. د ده په خبره، په دې کتاب کې وچ کلک روایات نه، بلکې احساسات هم شته چې لوستونکی له ځانه سره ساتي او د هرې صحنې انځورګري یې په الفاظو کې داسې کړې چې سړی یې د لوست پر مهال ځان د لیکوال تر څنګ حسوي.
عزام صاحب د دغسې کتابونو پر اهمیت ټینګار وکړ او په عام ډول یې هر چا ته لیکلو سپارښتنه وکړه.

عبدالله عزام
عبدالله عزام

د غونډې بل ګډونوال ښاغلي محمد بای بشارت هم وینا وکړه او ویې ویل چې موږ نن سبا د روایتونو تر منځ د جګړو په یوه زمانه کې اوسو او په دغسې یو حالت کې د فکري روزنې، تاریخ‌بډاینې او نسلونو ته د تاریخ انتقال کلیدي ارزښت لري. ده زیاته کړه چې لیکوال په دې کتاب کې یوازې د ځان کیسه نه کوي، بلکې د زرګونو مجاهدینو د یو بهیر روایت بیانوي.

بشارت
بشارت

د غونډې بل ویناوال د کابل پوهنتون استاد پوهنوال اسد وحیدي و. د دغسې کتابونو پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې دا ډول خاطرې له تاریخ سره لویه مرسته ده. د وزیرستان یادونه یې یو بل مهم اړخ دی چې په لومړي ځل د یو جنګي جریان د فعال کس له خوا د هغې سیمې اړوند خبرې کېږي.

ده وویل چې د کتاب ژبه خورا روانه او زړه وړونکې ده، ساده او خوږه ده. په دې کتاب کې یوازې د جنګي ژوند کیسې نه دي راغلې، بلکې د بېلابېلو سیمو رواجونو او کلتوري اړخونو ته هم پکې پاملرنه شوې ده.
ښاغلي وحیدي په خپلو خبرو کې نور ورته کسان هم د دغسې خاطرو لیکلو ته وهڅول.

اسد وحدي
اسد وحدي

د غونډې په جریان کې ښاغلي عبدالحق حماد هم وینا وکړه او دا کتاب یې له هر اړخه اړین او زړه راښکونکی وباله و په عام ډول یې هر چا ته د لوستلو توصیه وکړه. ده د کتاب ژبه ډېره روانه وبلله او د صحنو تصویر پردازي یې وستایله. محترم حماد صاحب زیاته کړه چې لیکوال پکې ځان اتل نه دی معرفي کړی او څه چې د جګړې په ډګر کې پېښ شوي دي، هماغه یې لیکلي دي. د خپل ډار او ماتو کیسې یې هم پکې راوړې دي.

ښاغلي حماد یاده کړه چې په دې کتاب کې چې د امارت د کومو کسانو د ځینو اشتباهاتو یادونه شوې ده، هغه یې د هغوی خپل فردي اشتباهات بللي، خو محاسین یې بیا د ټول امارت لاس ته راوړنه ګڼلې ده.
ښاغلي حماد د خپلو خبرو په پای کې له لیکواله وغوښتل چې نور لیکل هم وکړي او له جلال بنسټ څخه یې د نورو دغسې ابتکاراتو هیله هم وکړه.

عبدالحق حماد
عبدالحق حماد

د غونډې وروستی ویناوال مېلمه د شمشاد تلویزیون د نشراتو مسوول نجیب الله انورزی و. ده هم د کتاب د اهمیت او تاریخیتوب اړوند عمومي خبرې وکړې او په ټوله کې یې د دغسې کتابونو لیکل او تر خلکو رسول ستر کار وباله او له لیکواله يې په طنزي انداز هیله وکړه چې د کتاب د نوم «۱۵ دقیقې» وجه بیان کړي.

انورزي
انورزي

د یادونې وړ ده چې هر ویناوال د دویم چاپ لپاره ځینې رغنده ژبنۍ او سبکي مشورې هم ورکړې چې په نظر کې ونیول شي.

د غونډې په پای کې د کتاب لیکوال ښاغلي خالد ځدراڼ هم خبرې وکړې او تر ډېره یې د مېلمنو د خبرو په مناسبت کې خپله وینا وکړه.

غونډه د ماخستن په ۸ بجې د محمد جمعه ساجد په ترنم پای ته ورسېده.

اړونده مقالې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- د جلال بنسټ څخه-spot_img

ډیر مشهور

وروستي تبصرې